د مېرمنو په ګډون ګڼ شمېر افغان ځواکونو په یوه ناسته کې له نړیوالو څخه په افغانستان کې د تېرو شل کلونو جګړو د غرامت غوښتنه وکړه.
دغه ځوانانو ویل، په تیرو شلو کلونو کې د امریکا او د هغوی د متحدینو له لوري زیات شمیر جنګي جنایتونه ترسره شوې دي چې اوس یې د غرامت غوښتولو وخت دی.
دوی زیاته کړه، امریکا په افغانستان کې د خپلې جګړې پر مهال زرګونه بې ګناه افغانان وژلي او ډير بشري جنایتونه یې ترسره کړي دي.
ځوانانو خبرداری ورکړی دی، چې که چیرته نړیواله ټولنه ځانګړې توګه امریکا د دوی غوښتنې ونه مني، نه یوازې په افغانستان بلکي په ډېری هیوادونو کې به پر مدني خوځښتونو لاس پوري کړي او تر هغو به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي څو یې چې غوښتنې منل شوې نه وي.
د یادونې ده چې د ځینو بنسټونو د موندنو له مخې امریکا په افغان جګړه کې په زرګونو بې ګناه افغانان وژلي او ډېری نور یې بې ګناه په زندانونو کې ساتل شوي دي.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/25834